انصار (د سنبلی 22مه)
د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، یوه مېرمن یې د خپلو وروڼو له شخصي زندان څخه خوشې کړې ده. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې د کشفي ځواکونو د معلوماتو له مخې، دغه ښځه د سه شنبې په شپه د خپلو وروڼو له شخصي زندانه خوشې شوې ده.
د هغه په وينا، دغه ښځه له ٢٥ کلونو راهيسې د کابل ښار د ١١مې ناحيې په يوه کور کې بندي وه. ویل کیږي چې په دې موده کې دې ښځې ته له یوه سوري څخه اوبه او ډوډۍ ورکول کېدل او هغه ۲۵ کاله بهر نه وه راوتلې. په دې اړه نور جزیات او د پېښې علت نه دي څرګند شوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/26960